IQNA

د الاقصی جومات په ضد دصهیونیسټي چارواکو څرګندونې له اور سره لوبو کول دي

6:33 - August 27, 2024
د خبر لمبر: 3489765
ایکنا - د الاقصی جومات خطیب شیخ عکرمه صبري  په یولړ څرګندونو کې ټينګار کړی دی، ایتمار بن ګویر   پر الاقصی جوات د یهودیانو د حق په باب دخپلې ادعا لپاره هیڅ  مدرک نه لري.

ایکنانیوز د الجزیري له  قوله راپور راکړ،  عبري خبری سرچینو په همداوروستیو کې وئيلي دي، د صهیونیسټ رژيم د داخلی امنیت وزیر ایتمار بن ګویر  د الاقصی جومات په داخل کې دیوې کنیسې په جوړولو پسې دی.

الجزیره خبری چینل راپور ورکړی، د الاقصی جومات خطیب شیخ عکرمه صبري  په یولړ څرګندونو کې ټينګار کړی دی، ایتمار بن ګویر   پر الاقصی جوات د یهودیانو د حق په باب دخپلې ادعا لپاره هیڅ  مدرک نه لري.

صبری د بن کویر دادعاګانو مطرح کیدا ماته خوړلې بللې او وئیلي ئې دي،  موږ د الاقصی جوما پر اسلامی کیدا ټينګار کوو او  دې ته د نور چا د نزدیکیدا په باب خبرداری ورکوو.

د الاقصی جومات خطیب  دې ته په اشارې سره چې  هغه پروژې چې  د صهیونیسټ رژيم له خوا مطرح کیږی،  خیالي او چټي  پلانونه دي  او الاقصی جومات به هماغه شان الاقصی جومات وي،زیاته کړه،  ددوي پروژې  چتي او خیالي   او له توهّم څخه ډکې دي  او  د الاقصی جومات بشبړ مسئولیّت  داسرائيلي کابینې په غاړه دی.

د وئیلو ده  الاقصی جومات  دبیت المقدس ښار د اسلامی-فلسطینی هویّت داصلی سمبول په توګه  تل دقدس دنیواکګر رژيم د ورانونکو اقداماتو په نښه شوی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4233702

captcha